د شهید سردار محمد داود خان روغتون د بانک د وینې آمریت په اړه عمومي معلومات چې د ستر درستیز د صحيې قوماندانۍ تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د وینې بانک آمریت د شهید سردار محمد داود خان روغتون له تأسیس راهیسې خپل فعالیت پیل کړی دی. د وینې بانک آمریت څانګې په مرکزي پولی کلینیک او د شهید سردار محمد داود خان روغتون کې چمتو او په فعاله توګه فعالیت کوي. د وینې بانک آمریت له طبي تجهیزاتو سره په بشپړه توګه مجهز دی چې پکې لاندې توکي شامل دي:

  • ماشین centrifuge Plasma
  • د freezer د ساتنې لپاره ځانګړی plasma ماشین
  • د وینې د ساتنې لپاره عصري یخچالونه
  • د مهرلاک خون سیلر ماشین
  • د وینې د ګروپ معلومولو لپاره د مانیتور ماشینونه
  • د وینې سنترفیوز ماشین
  • هغه مراجعین چې هره ورځ زموږ مرکز ته مراجعه کوي په لاندې ډول دي:
  • د 20 څخه تر 30 UNITE پورې د وینې توزیع د ناروغانو لپاره ترسره کیږي چې د وینې غوښتونکي دي.
  • د 10 څخه تر 20 UNITE پورې وینه اخیستل کیږي.
  • د 50 څخه تر 80 کسانو پورې د وینې ګروپ ټاکنه ترسره کیږي.
  • د وینې بانک آمریت تشکیل (6) نفره دی.
  • ټول پرسونل تجربه‌ لرونکي او مسلکي دي.
  • د وینې بانک آمر جګرن صحیه اقبال احمد “امیني” دی. چې په دوست هېواد ترکیه کې د لابراتوار په برخه کې د لوړو زده‌ کړو سند ترلاسه کړی، په ځانګړې توګه د (Biochemistry) په برخه کې.

په وینې بانک کې ترسره کېدونکي فعالیتونه په لاندې ډول دي:

  • د وینې د (Plasma) او (Platelet) جلا کول.
  • د ( Coombs test معاینې ترسره کول.
  • د (Serology) معایناتو ترسره کول لکه: د HBS Ag معاینه, د HCV معاینه, د HIV معاینه, د VDRL معاینه
  • د وینې اخیستلو څخه مخکې د ډونر لپاره پورته یاد شوي سیرولوجي معاینات ترسره کیږي. 
  • د وینې د ګروپ ټاکل.
  •  د ملي دفاع وزارت د روغتیايي پرسونل د فورم ډکول او اجرا کول.
  • د ناروغانو لپاره د وینې چمتو کول او راټولول د ملي دفاع وزارت له مرکزي قطعو او جزوتامونو څخه د یو پلان پر اساس ترسره کېږي.
  • هغه پرسونل چې وینه ورکوي، لومړی ورته د ستردرستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له خوا چمتو شوي تغذیوي مواد ورکول کېږي، بیا ترې وینه اخیستل کبږي.
  • هغه مجاهدین او د روغتون پرسونل چې د وینې ورکولو لپاره د وینې بانک آمریت ته مراجعه کوي، لومړی د دوی روغتیايي وضعیت، د وینې فشار او د وینې ورکولو شرایط کنټرول کېږي. وروسته ورته د وینې بانک آمریت له خوا ورکړل شوي تغذیوي مواد ورکول کېږي، بیا ترې وینه اخیستل کیږي